اسټین: امریکا اوکراین ته د هوايي مدافعې پاټریوټ ډوله توغندي ورکوي

د امریکا د دفاع وزیر لوېډ اسټین

د امریکا د دفاع وزیر وايي، متحدایالات اوکراین ته د شپږ میلیارد ډالر په لګښت د هوايي مدافعې پاټریوټ ډوله توغندي ورکوي.

لوېډ اسټین دا څرګندونې پرون د اوکراین د دفاع د تماس له ډلې سره د کتنې پرمهال وکړې.

اسټین زیاته کړه چې دا توغندي به د هوايي مدافعې په هغه سیستم کې وکارول شي چې مخکې اوکراین ته سپارل شوي دي.

اسټین دا اعلان وروسته له هغه وکړ چې د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي د اوکراین د دفاع د تماس ډلې له غړو هېوادونو وغوښتل چې د روسیې د نورو توغندويي بریدونو د مخنيوي لپاره اوکراین ته د هوايي مدافعې اړوند سیسټمونه ورکړي.

د شپږ میلیارد ډالرو په ارزښت د امریکا په دې اضافي مرسته کې له ځمکې څخه هوا ته د پرمختللي توغندويي سیستم مهمات او تجهیزات هم شامل دي.