د رایان کوربټ مدافع وکیلانو له طالبانو د هغه د خوشې کېدو غوښتنه وکړه

له ارشیفه د امریکا د بیرغ تصویر

د امریکايي وګړي رایان کوربټ مدافع وکیلانو چې ویل کېږي له شاوخوا دوو کلونو راهیسې د طالبانو په بند کې دی، له ملګرو ملتونو غوښتي چې د نوموړي د خلاصون لپاره مرسته او مداخله وکړي.

دغو وکیلانو، د پنجشنبې په ورځ د شکنجې او د خپلسري توقیفونو د کاري ډلې په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ته د کوربت د خلاصون لپاره چې په ټکو یې د ۲۰۲۲ کال له اګست میاشتې راهیسې په افغانستان کې د طالبلانو په بند کې دی، عاجل غوښتنلیکونه وسپارل.

د سي بي اس خبري شبکې په ګډون ځینو امریکایي رسنیو راپور ورکړی چې په دې غوښتنو کې د دوو غیر امریکایی بندیانو شهادت ورکول شامل دی چې په دې وروستیو کې خوشې شوي، او د کوربت د مخ په خرابیدونکي روحي او جسمي حالت او همدارنګه د "طالبانو د شکنجې او نورو ظالمانه او ناوړه چلند" په اړه یې معلومات ورکړي دي.

د رایان کوربت د مدافع وکیلانو په خبره، هغه ښايي ډېر ژر د روغتیايي ستونزو او د طالبانو د ناسم چلند او ځورونې له امله مړ شي.

د رایان کوربت میرمن، انا کوربت هم له «سي بي اس» خبري چینل سره په مرکه کې په دې اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي: "هغه د زندان په یوه ډېره وړه کوټه کې ساتل کیږي او په میاشت کې ۱۵ تر ۲۰ دقیقو اجازه لري چې لمر وویني. داسې راپورنه شته چې هغه د شوک او تشنج له امله بې هوښه شوی. هغه اړ دی چې خپل څلویښتمه کلیزه یواځې په زندان کې ونمانځي."

سیاسي کارپوه، طارق فرهادي

په ورته وخت کې د سیاسي چارو یو شمېر افغان پوهان وايي چې د طالبانو حکومت د امریکا له حکومته د ګټې په خاطر، د دوی په ټکو امریکا وګړي یرغمل کړي دي.

یو له دوی څخه، طارق فرهادي ازادي راډيو ته وویل: "که د دغه کس صحي وضعیت ښه نه دی، د بشري حقونو له مخې باید ونه ساتل شي، او په دې توګه د یرغمل ساتل، د افغانستان باور ته زیان رسوي او ان سېلانیان هم له دې وېرې چې کومه خبره ونه شي افغانستان ته نه ځي."

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د دې راپور تر خپرېدو پورې د راین کاربت د نیول کېدو د لامل او د دې ادعاوو په اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې، خو سي بي اس خبري چینل په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر د مشر سهیل شاهین له قوله ویلي چې هغه ډاکټرانو ته په منظم ډول لاس رسی لري او له کورنۍ سره یې ټیلیفوني خبرې کوي.

خو ښاغلي مجاهد، تر دې مخکې د نوم له اخیستو پرته ویلي وو چې د دوو امریکایانو په ګډون یو شمېر بهرني وګړي، د ده په ټکو د افغانستان له قوانینو څخه د سرغړونې له امله د دوی له خوا بندیان دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت، په وار وار له طالبانو څخه د امریکايي وګړو د سمدستي او له کوم شرط پرته دخلاصون غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې په افغانستان کې د طالبانو له خوا د امریکايي وګړو نیول له هغوی سره د "مثبت تعامل په وړاندې یو مهم خنډ" دی.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد