اروپايي ټولنې له "آی‌او‌ایم" سره د ۱۷ میلیونه یورو په ارزښت موافقه لاسلیک کړه

له پاکستانه افغانستان ته ستانه کړای شوي افغان کډوال

اروپايي ټولنې د کډوالۍ له نړیوال سازمان یا "آی‌او‌ایم" سره د ۱۷ میلیونه یورو په ارزښت یوه موافقه لاسلیک کړه چې هدف یې افغان کډوالو او کوربه ټولنو ته د اساسي خدماتو برابرول او د اقتصادي فرصتونو زیاتول دي.

دغې ټولنې نن په یوه اعلامیه کې چې ازادۍ راډیو ته یې هم رالېږلې لیکلي چې د مرستې په دغه پروګرام کې په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو اړتیاوې لومړیتوب لري.

د اروپايي ټولنې د معلوماتو له مخې د ۲۰۲۳م کال له جنورۍ د ۲۰۲۴م کال تر اپرېل میاشتې پورې څه باندې یو نیم میلیون افغانان له پاکستان او ایرانه افغانستان ته ستانه شوي دي.

پاکستان له نومبر میاشتې د بې اسناده افغان کډوالو د اخراج لړۍ ګړندۍ کړې، ورسره له ایرانه هم افغان کډوال وخت ناوخت افغانستان ته ایستل کېږي.