اورښتونه او سېلابونه؛ طالبان: د هرات-بادغیس لویه لار تړل شوې

په هرات کې د وروستیو سېلابونو له کبله زیانونه اوښتي دي.

د طالبانو چارواکو تر سختو اورښتونو وروسته د سېلابونو بهېدو له کبله د هرات-بادغیس د لویې لارې د تړل کېدو خبر ورکړی دی.

باختري خبري اژانس چې د طالبانو په کنټرول کې دی، دا خبر پرون ناوخته ورکړی دی.

په همدې حال کې د هواپېژندنې اداره وايي، چې نن جمعه او سبا شنبه د افغانستان په ټولو ولایتونو کې د اورښتونو، تالندې، برښنا او سېلابونو اټکل شوی دی.

دغه اداره چې د طالبانو له خوا کنټرولېږي وايي، په بېلابېلو ولایتونو کې به د باران اندازه له ۲۰ تر ۵۵ ملي مترو وي.

وړاندې ویل شوي چې په بېلابېلو سیمو کې د سختو بادونو د لګېدو اټکل هم شوی دی.