امیر خان متقي یو ځل بیا د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د نوي استازي د ټاکلو مخالفت وکړ

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د روسیې له ځانګړي استازي سره په لیدنه کې یو وار بیا د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي له ټاکلو سره مخالفت ښودلی.

متقي او کابلوف پرون په کابل کې سره لیدلي دي.

د متقي په حواله د طالبانو بهرنیو چارو وزارت په بیان کې راغلي چې دوی له ملګرو ملتونو سره په خبرو بوخت دي او د دوحې د راتلونکې ناستې په اړه به له کافي وضاحت وروسته خپل دريځ څرګند کړي.

ملګري ملتونه د افغانستان لپاره د یوه ځانګړي استازي په لېږلو غور کوي چې وکولای شي له طالب چارواکو سره د نړۍ په غوښتنو مخامخ خبرې وکړي او د یوه همغږي رول ولوبوي.

د روسیې د ځانګړي استازي ضمیر کابلوف په حواله راغلي چې د افغانستان په اړه هر ډول ناسته کې باید د طالب چارواکو هوکړه واخیستل شي.

هغه سپارښتنه کړې چې نړۍ باید د تماس لپاره د څو اړخیزو میکانیزمونو پرځای له طالبانو سره دوه اړخیزو میکانیزمونو په اساس اړیکې وپالي.