په نهو کلونو کې د ایراني حاجیانو لومړۍ ډله د عمرې حج لپاره عربستان ته لاړه

د بیت‌الله شریف یو انځور

په نهو کلونو کې د ایراني حاجیانو لومړۍ ډله نن دوشنبې د عمرې حج لپاره سعودي عربستان ته ولاړه.

د رویترز خبري آژانس د راپور له مخې ایراني رسنیو په تېره ډسمبر میاشت کې ویلي وو چې سعودي عربستان پر ایرانیانو د عمرې حج د پرځای کولو بندیز لیرې کړی، خو په دې هدف الوتنې تراوسه ځنډېدلې وې چې تهران هغه تخنیکي ستونزې بللې وې.

د راپور له مخې دغه اقدام په منځني ختیځ کې د دغو دوو سترو قدرتونو ترمنځ د اړیکو د ښه‌والي نتیجه ده.

په تېره مارچ میاشت کې د چین په منځګړیتوب یوه موافقه وشوه چې له مخې یې ایران او سعودي عربستان خپلې ډیپلوماتیکې اړیکې چې په ۲۰۱۶م کال کې د ریاض له‌خوا د یوه شیعه ملا د اعدام او له هغه وروسته په تهران کې د سعودي عربستان پر سفارت د یرغل له امله کړکېچنې شوې، بېرته په بشپړه توګه اعاده کړې.

د دغو اړیکو له اعاده کېدو مخکې ایرانیانو ته یوازې د حج په اصلي مراسمو کې د ګډون اجازه ورکول کېده.

د سعودي عربستان پر لوري له تهرانه د ۸۵ حاجیانو د خدای پاماني په مراسمو کې په تهران کې د سعودي عربستان سفیرعبدالله بن سعود العنزي هم حضوردرلود.