فوټسال؛ افغانستان له بحرین سره سیالي لري

د افغانستان فوټسال ملي لوبډله

ټاکل شوې د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله د اسیا د ملتونو جام سیالیو په لړ کې خپله درېیمه لوبه نن دوشنبه د بحرین پر وړاندې وکړي.

په ټایلنډ کې نننۍ لوبه د کابل پر وخت ماښام شپږنیمې بجې پیلېږي.

د شنبې په ورځ د افغانستان لوبه د کویټ په وړاندې درې د درېیو پر وړاندې مساوي ختمه شوه او افغانستان په خپله لومړۍ لوبه کې تېره پنجشنبه درې د یو پر وړاندې له ایرانه ماتې خوړلې وه.

د اسیا د ملتونو جام د ۲۰۲۴م کال د فوټسال سیالۍ د ټایلنډ په کوربه توب د ۱۶ لوبډلو په ګډون سره تېره چهارشنبه پیل شوې او تر راروانې یکشنبې دوام کوي.

افغانستان په دغو سیالیو کې له ایران، کویټ او بحرین سره په یوه ګروپ کې شامل دی.