ایران کې د یوه افغان په ګډون ۹ بندیان اعدام شوي

ارشیف

راپورونه وايي، پرون یکشنبه په ایران کې د یوه افغان په ګډون ۹ تنه بندیان اعدام شوي دي.

د "حال‌وش" په نوم ویبپاڼې چې د بشري حقونو مسایل تعقیبوي لیکلي چې د مخدره موادو په تړاو پر شپږو بلوڅ بندیانو او یوه کرد زنداني د اعدام دغه حکمونه د کرمان او چابهار په زندانونو کې عملي شول.

بل لوري ته د هرانا په نوم د ایران د بشري حقونو یوه اژانس خبر ورکړی چې دوه نور بندیان په ورته تورونو د کرج په قزلحصار زندان کې اعدام شول.

د راپور له مخې په دوی کې یو د افغانستان وګړی و.

تر دې مخکې راپور ورکړل شوی و چې د ایران حکومت د دوو وروڼو په ګډون څلور افغانان تېره پنج شنبه اعدام کړل.

د "حال‌وش" ویبپاڼې د راپور له مخې دغه کسان د مخدره موادو په تړاو په وکیل اباد زندان کې اعدام شول.

د هه­نګاو په نوم د ایران د بشري حقونو بل سازمان ویلي چې د ولي الله بختور په نوم بل افغان بیا د عمدي قتل په تور تېره چهارشنبه د تبرېز په مرکزي زندان کې اعدام شو.