طالبان: د افغانستان او قزاقستان ګډ نندارتون جوړېږي

ارشیف: په افغانستان کې د یوه مخکیني نندرتون انځور

د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت په کابل کې د افغانستان او قزاقستان د یوه ګډ نندارتون د جوړېدو خبر ورکړی.

دې وزارت پرون پر ایکس شبکې ولیکل چې دا نندارتون د روانې اوونۍ د پنجشنبې او جمعې په ورځو د غویي یا ثور په شپږمه او اوومه د پلازمېنې د حضوري چمن په سیمه کې جوړېږي او د افغانستان او قزاقستان محصولات او تولیدات په‌کې نندارې ته وړاندې کېږي.

د چارواکو په وینا، د افغانستان او قزاقستان ګډ نندارتون به د پنجشنبې ورځې د غرمې له دولسو بجو وروسته د لیدونکو پرمخ پرانیستی وي.