زیلینسکي: اوکراین به دوهم افغانستان نه شي

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي

د اوکراین ولسمشر وايي، د ده له هېواد سره د متحدوایالتونو مرسته ښيي چې اوکراین به دوهم افغانستان نه شي.

ولودیمیر زیلینسکي دا څرګندونې پرون د غويي دوهمه وکړې.

له دې یوه ورځ مخکې د امریکا د استازو جرګې له اوکراین سره د ۶۱ میلیارد ډالره پوځي مرستې لایحه تصویب کړه.

دا لایحه د یوې اوږدې مودې لپاره د استازو په جرګه کې بې برخلیکه ځندېدلې وه.

زیلینسکي پرون له این‌بي‌سي NBC تلوېزیون سره په مرکه کې وویل چې د امریکا نوې مرسته به د اوکراین وړتیاوې پیاوړې کړي او کریملین ته به دا پیغام ورسوي چې اوکراین به دوهم افغانستان نه شي.

متحدوایالتونو له نژدې شل کلن پوځي حضور وروسته خپل ځواکونه د ۲۰۲۱م کال په اګست کې له افغانستانه وایستل چې په نتیجه کې یې د افغان ځواکونو لیکې ورانې شوې، جمهوري نظام وپرځېد او طالبان یوځل بیا پر افغانستان واکمن شول.