د مصر او ترکیې د بهرنیو چارو وزیران: د غزې وضعیت « وحشتناک» دی

د غزې جګړې زرګونه فلسطینیان بې کوره کړي

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان وايي، له خپل مصري سیال سامح شکري سره یې د غزې پر ناوړه وضعیت خبرې وکړې.

دواړو مشرانو پرون شنبه د ترکیې په استانبول کې د کتنې پر مهال غزې ته چې د اسرائیل له خوا کلابنده شوې د بشري مرستو د رسولو په باب هم بحث وکړ.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان تر کتنې وروسته په یوه کنفرانس کې وویل، له خپل مصري سیال سره یې غزې ته د بشري مرستو د رسولو تر څنګ پر دې هم بحث وکړ چې د دوو دولتونو د ایجاد لپاره څه کارونه کېدلای شي.

مصر له مودو راهیسې هڅه کوي چې له ځینو نورو هېوادونو سره یوځای په غزه کې د اوربند پر موافقه ښکېل اړخونه سلا کړي.