پاکستان؛ خیبر پښتونخوا کې د نورو سېلابونو خبرداری ورکړل شوی

پاکستان کې سېلابونه

د پاکستان په خیبرپښتونخوا ایالت کې پرون شنبه د سختو اورښتونو او طبیعي یخچالونو ویلي کېدو له کبله د سېلابونو بهېدلو خبرداری خپور شو.

په دغه ایالت چې وروستیو اورښتونو ډېر ځپلی پرون چارواکو خبرداری ورکړ چې په ګڼو ولسوالیو کې د طبیعي یخچالونو ویلي کېدو له کبله ښايي راروانو ورځو کې سخت سېلابونه وبهېږي.

په خیبرپښتونخوا کې د طبیعي پېښو په وړاندې د مبارزې ادارې مشر محمد قیصر خان ویلي چې دا ښايي سخت سېلابونه وي او خلک باید تر هر خطر مخکې ځانونه خوندي ځایونو ته ورسوي.

په دغه ایالت کې د اورښتونو اړوندو پېښو له کبله په تېرو پنځو ورځو کې د ۲۵ ماشومانو په ګډون ۴۶ کسان مړه شوي دي.

چارواکي وايي، په خیبرپښتونخوا کې څه کم ۲۹۰۰ کورونه او ۲۶ ښوونځي یا بشپړ یا هم قسماً ویجاړ شوي دي.