د امریکا استازو جرګې اوکراین ته ۶۰ میلیارده ډالره مرسته تصویب کړه

د کانګرس د ودانۍ مخې ته د امریکا متحدو ایالتونو بیرغ

د امریکا د متحدو ایالتونو د استازو جرګه کې دواړو ګوندونو په یوه تاریخي رایه اچونه کې د مرستو هغه بسته تصویب کړه چې له مخې یې اوکراین ته څه کم ۶۱ ملیارد ډالره مرسته برابرېږي.

دغه مالي مرسته له زیاتې مودې راهیسې په کانګرس کې ځنډېدلې وه او پرون شنبه په ګډه دواړو ګوندونو تصویب کړه.

د اوکراین لپاره د مرستې دغه بسته به اوس د استازو له جرګې وروسته د امریکا مشرانو جرګې ته ځي چې ګومان کېږي په چټکۍ به تصویب شي.

ولسمشر جو بایډن ژمنه کړې چې د اوکراین لپاره به د مرستو دغه بسته ژر تر ژره لاسلیک کړي.

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ او د اوکراین ولسمشر ولودمیر زلینسکي د کییف لپاره د مرستو د دغې بستې د تصویبېدلو هرکلی کړی دی.

دا د ۹۵ اعشاریه درې ملیارده ډالرو په ارزښت د اوکراین، اسرائیل او واشنګټن د نورو متحدانو لپاره د مرستو وړاندې شوې بستې برخه ده.

دا بسته په بشپړ ډول د استازو جرګې له خوا تصویب شوه.