د افغانستان په ۱۹ ولایتونو کې د سختو ورښتونو او سېلابونو وړاندوینه شوې ده

ارشیف

د افغانستان د هواپېژندنې ادارې چې د طالبانو په کنټرول کې ده، نن یکشنبه هم د افغانستان په ۱۹ ولایتونو کې د واورې، شدید باران، تالندې- برېښنا او سېلابونو بهېدلو اټکل کړی دی.

دغې ادارې پرون په یوه اطلاعیه کې ویلي د سالنګونو په ګډون په ننګرهار، لغمان، کاپیسا، پروان، پنجشېر، بغلان، تخار، بدخشان، کابل، میدان وردګ، بامیان، دایکنډي، ارزګان، زابل، غزني، پکتیکا، خوست، پکتیا او لوګر کې به د باران سطحه له ۱۵ تر ۳۰ ملي مټرو او د واورې اندازه له ۱۵ تر ۳۰ سانتي مټرو پورې وي.

د طبیعي پېښو په وړاندې د مبارزې په چارو کې د طالبانو د دولت وزارت پرون ویلي، له چهارشنبې راپه دې خوا په افغانستان کې د ورښتونو او سېلابونو له امله نهه ویشت تنه مړه شوي او ۷ تنه ټپيان شوي دي.