د ترکیې ولسمشر پر فلسطینیانو د متحد کېدو غږ کړی

د عکس ښي لور ته د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان او چپ لور ته د حماس سخت دریځې ډلې مشر اسماعیل هنیه چې استانبول کې یې لیده کاته سره کړي دي.

په غزه د اسراییلو د بریدونو له دوام سره هممهاله د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان پر فلسطینیانو غږ وکړ چې متحد شي.

د اې‌ایف‌پي خبري اژانس د راپور له مخې اردوغان دا څرګندونې په استانبول کې د حماس د سخت دریځې ډلې له مشر اسماعیل هنیه سره له څو ساعتونو خبرو اترو وروسته وکړې.

اروپايي ټولنه او امريکا حماس يو تروريستي سازمان ګڼي.

د ترکیې د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې اردوغان ویلي، اسراییلو ته سخت ځواب او د بریا لاره په یووالي پورې اړه لري.

د ترکیې ولسمشر د غزې په شخړه کې د منځګړي رول لوبولو په هڅه کې پاتې راغلی دی.

د هنیه او اردوغان تر منځ دا لیدنه په داسې حال کې کېږي چې د منځني ختیځ کړکېچ خپل اوج ته رسېدلی دی.

په دې وروستیو کې ایران پر اسراییلو برید وکړ او بیا اسراییلو ته منسوب ایران باندې د برید خبرونه ورکړل شول.

په عین حال کې په غزه کې د اسراییلو پوځي عملیات روان دي.