افغانستان کې د تېرو ۲۴ ساعتونو سېلابونو ځاني او مالي زیانونه اړولي؛ زیانمن بېړنۍ مرستې غواړي

Your browser doesn’t support HTML5

ارزګان کې د سېلابونو ځاني او مالي زیانونه دي.

طبیعي پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د طالبانو د حکومت د دولت وزارت وايي، یوازې د جمعې له ورځې راهیسې د سېلابونو او سختو بارانونو له امله ۲۹ کسان وژل شوي او ۷ نور ټپیان شوي دي.

د دغه وزارت ویاند ملا جانان سایق په یوه ویډیويي کلیپ کې چې د وزارت په ټولنیزو پاڼو کې یې خپور کړی، ویلي: "د لومړنیو راپورونو له مخې د روان کال د اوري له ۲۹ تراوسه په غزني، پکتیا، جوزجان، غور، فراه، نیمروز، سمنګان، پروان، هلمند او ننګرهار ولایتونو کې د سېلابونو او بارانونو له امله ۲۹ تنه مړه او اووه تنه ټپیان شوي دي، ۷۲کورونه په کلي او نسبي ډولونو ویجاړ شوي او ۲۵۲۵ جریبه کرنیزه ځمکه ویجاړه شوې ده."

نوموړي دا هم وويل چې دوى د مرستندويه ادارو په مرسته يې په بېلابېلو ولايتونو کې زيانمنو ته د خوراکي او نغدي مرستو د رسولو لړۍ پيل کړې ده.

په ورته وخت کې د بېلابېلو ولایتونو اوسېدونکي د وروستیو سېلابونو له زیانونو او زیانونو شکایت کوي.

د هلمند ولایت د ګرشک ولسوالۍ اوسېدونکی احمد شاه وايي، هلمند کې تازه اورښتونو او سېلابونو خلکو ته د سر او مال زیان اړولی دی.

هغه وویل: "په بېلابېلو سیمو کې په سلهاوو کورونه نړېدلي. دلته په بېلابېلو سیمو کې له پنځلسو تر شلو کسانو ژوند له لاسه ورکړی. د ټولو کښتونه زیانمن شوي دي."

په ورته وخت کې د هلمند ولایت لپاره د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او کلتور ریاست رییس حافظ عبدالباري راشد په خپل ټلیګرام پاڼه لیکلي چې د هلمند ولایت ګرشک ولسوالۍ کي د چت پرېوتو له امله دوه کسان وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.

دغه شان د خبریالانو او یو شمېر ګروپونو کې دا خبر هم راغلی چې د یاد ولایت په کجکي ولسوالۍ کې د سېلابونو له امله د یوې کورنۍ ۷ اووه تنه وژي شوي او درې تنه نور ژوبل شوي چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي، خو رسمي چا تایید کړی نه دی.

د کندهار ولایت د معروف اوسېدونکی احسان الله هم په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د اورښتونو او سېلابونو له امله خلکو ته د اوښتو زیانونو خبره کوي.

د وروستیو سېلابونو له کبله د کندهار یو اوسېدونکی تر اوبو لاندې شوي د خپل کور توکي بهر راباسي.

هغه وايي: "تقریباً اتیا بورۍ غنم یې زما تاواني کړي دي، نور تاوانونه خو پرېږدئ ان د یو کلي نه بل کلي رسېده ګی سره نه کېږي. زموږ کوچنی کلی دی په دې کلي کې د خلکو درمندان یې مطلق وړي دي."

د هېواد ختیځ کونړ ولایت کې هم ورښتونو او سېلابونو خلکو ته زیانونه اړولي دي.

د دغه ولایت د شیګل واسوالۍ د موني کلي اوسېدونکي حزب الله له اړونده ادارو د بېړنیو مرستو غوښتنه وکړه.

هغه وايي: "د کور دېوالونه مو ټول نړېدلي. تراوسه موږ سره هېڅ ډول مرسته نه ده شوې. زه د خپلې کورنۍ چې اکثره یې یتیم ماشومان دي سرپرست یم. که ژر تر ژره مرستې وشي ډېر به ښه وي."

خو نوموړي د تېرې چهارشنبې په ورځ رسنیو ته په یو استولي پیغام کې ویلي وو چې له کوچني اختر راپه‌دېخوا د سېلابونو او بارانونو له امله لږ ترلږه اویا تنه مړه شوي او ۵۶ نور ټپیان شوي دي.

دغه شان د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ د دفتر یا اوچا د پنجشنبې په ورځ په راپور کې وویل چې د اپرېل له ۱۰مې تر ۱۶مې نېټې پورې د دغو اورښتونو له امله ۱۹۸ کورونه په بشپړ ډول له‌منځه تللي او ۷۳۸ نور په قسمي ډول زیانمن شوي ډي.

د دغه راپور پر بنسټ بادغیس، فراه، هلمند، کابل، کندهار، لغمان، ننګرهار، پروان او ارزګان هغه ولایتونه یاد شوي چې تر نورو ډېر زیانمن شوي دي.

Your browser doesn’t support HTML5

افغانستان کې سېلابونه؛ لسګونه تنه مړه او سلګونه کورونه وران شول

اوچا بیا راروانه اوونۍ د افغانستان په مرکزي، سویل، سویل ختیځو او لوېدیځو سیمو کې د اورښت د نوې څپې خبرداری ورکړی دی.