منځني ختیځ کې د کړکېچ اوج؛ د حماس مشر د ترکیې ولسمشر سره ګوري

د حماس ډلې سیاسي مشر اسماعیل هنیه

د حماس ډلې سیاسي مشر اسماعیل هنیه نن د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره ګوري.

حماس ته اروپایي ټولنه او د امریکا متحد ایالتونه د ترهګرې ډلې په سترګه ګوري.

د هنیه او اردوغان دا لیدنه کتنه په داسې وخت کې کېږي چې په منځني ختیځ کې کړکېچ اوج ته رسېدلی، اسراییل پر ایران برید وکړ او په غزه کې د اسراییلي پوځیانو عملیات روان دي.

اخوا د ایران پر قلمرو له پرونیو حملو وروسته چې ګومان کېږي اسراییلو به کړې وي د ملګرو ملتونو سرمنشي ویلي چې هر راز ځوابي حملې غندي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي په ایران کې پرونیو حملو ته، چې پړه یې د اسراییلو غاړې ته غورځول شوې د اشارې په ترڅ کې ویلي چې هغه وخت رارسېدلی چې په منځني ختیځ کې د غچ اخیستنې خطرناکه لړۍ نوره نو ودرول شي.

انټونیو ګوټېرېش پرون پر خپله ایکس پاڼه ولیکل چې دی د غچ اخیستنې هرراز اقدام غندي.

هغه له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره چې د ده په وینا ښايي په ټوله سیمه او نوره نړۍ کې د ورانوونکو عواقبو باعث شي، له یوبل سره همکاري وکړي.