افغانستان او پاکستان کې بارانونه او سېلابونه؛ دواړو هېوادونو کې لږترلږه ۱۳۵ کسان مړه شوي

په پاکستان کې سېلابونو درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.

په افغانستان او پاکستان کې د تېرې یوې اوونۍ درنو وریاوو او سېلابونو په دواړو هېوادونو کې اقتصادي تاسیساتو او کرنیزو ځمکو ته درانه زیانونه او همداراز انساني تلفات اړولي دي.

د برتانیا چاپ ګارډین ورځپاڼې د خبر له مخې په دې پېښو کې په دواړو هېوادونو کې لږترلږه ۱۳۵ کسان مړه شوي دي.

په دې ډله کې هغه ۲۱ بزګران هم شامل دي چې په پنجاب ایالت کې د غنمو له کروندو د درمندونو د اخیستو پرمهال د تالندې د راپرېوتو په پېښه کې مړه شول.

د راپور له مخې همداراز زرګونه کورونه یا په بشپړ ډول ویجاړ شوي او یا زیانمن شوي دي.

همداراز په دواړو هېوادونو کې د کورونو د چتونو د راپرېوتو راپورونه هم ورکړل شوي دي.

د چارواکو په وینا، په افغانستان او پاکستان کې شاوخوا سل هکتاره ځمکه او زرګونه څاروي هم له منځه تللي دي.