بلېنکن: واشنګټن په هېڅ تهاجمي عملیاتو کې لاس نه لري

د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن

د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن نن ویلي چې واشنګټن په هېڅ تهاجمي عملیاتو کې لاس نه لري.

هغه نن دا څرګندونې، په ایټالیا کې پر ایران د اسراییل د بې پېلوته الوتکو د احتمالي حملې په باب د پوښتنې په ځواب کې وکړې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د هغې ادعا په اړه چې اسراییل د ایران په وړاندې تر خپل دغه اقدام مخکې واشنګټن ته اطلاع ورکړې وه، له څه ویلو ډډه وکړه.

د ایران ځینو مخکښو قوماندانانو پر اصفهان ښار د نن سهار د هغې حملې چې ویل کېږي، اسراییل کړې، خبرونه رد کړل.

تر دې مخکې د امریکا ځینو رسنیو د دې حملې خبر ورکړ او د ایران یوه جګپوړي چارواکي له رویټرز خبري اژانس په خپرو کې دا حمله په یو ډول تایید کړې وه.

د ایران د پوځ عمومي قوماندان عبدالرحیم موسوي بیا ویلي د نن سهار د چاودنې علت پر یوه مشکوک شي د هوايي مدافع د دستګاه ډزې وې او په پېښه کې کوم زیان نه دی اوښتی.