ګوټېرېش: د غزې کړکېچ او پر اسراییل د ایران حمله ممکن د سیمې په یوه بشپړه جګړه بدله شي

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټېرېش

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټېرېش پرون د منځني ختیځ په اړه اندېښنه وښوده او خبرداری یې ورکړ چې د غزې د جګړې پر سر کړکېچ او پر اسراییل د ایران حمله ممکن د سیمې په یوه بشپړه جګړه بدله شي.

ګوټېرېش د امنیت شورا په هغه غونډه کې چې د اردن او ایران په ګډون د ځینو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په کې برخه درلوده وویل: "منځنی ختیځ د بحران پر پاڼ ولاړ دی او په وروستیو ورځو کې، هم په خبرو او هم عمل کې د خطرناکو کړکېچونو شاهدان یوو."

د ملګرو ملتونو سرمنشي یو وار بیا له ټولو ښکېلو لوریو غوښتنه وکړه چې له زغم کار واخلي.

انټونيو ګوټېرېش په دمشق کې د ایران پر قونسلګرۍ حمله او پر اسراییل د ایران د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو حملې وغندلې.

هغه د بې پیلوټه الوتکو حمله د کړکېچونو نوی زیاتېدل وبلل او ویې ویل د دې وخت راغلی چې د غچ اخیستنې دا لړۍ بنده شي.