د ایران یو شمېر سیاسي بندیانو د اعدام د لوړې کچې پر ضد اعتصاب پيل کړی

د ایران یو زندان

په ایران کې د سیاسي زندانیانو یوې ډلې په دغه هېواد کې د اعدامونو د لوړې کچې په اعتراض کې د خوړو اعتصاب پیل کړی دی.

د ازادي راډیو ایراني څانګې راډیو فردا، د بشري حقونو د فعالانو په حواله دغه خبر خپور کړی او ویلې یې دي چې د ایوین او قزل حصار ډارونکو زندانونو بندیان هم په دغه کمپاین کې شامل دي.

دغه اعتصاب د لومړي ځل لپاره د قزل حصار زندانیانو د فبرورۍ په ۲۹مه پیل کړی و چې بیا نورو زندانونو ته هم وغځېد.

د دغو زندانونو سرچینو ویلي، د ایران حکومت په دې وروستیو کې د غیر سیاسي زندانیانو اعدام ډېر کړی دی.

د بښنې نړیوال سازمان وایي، ۲۰۲۳ کال کې ټولټال ۸۵۳ کسان اعدام شوي چې د وړم ۲۰۲۲ کال پرتله نژدې ۵۰ فیصده زیاتوالي ښيي.