ملګرو ملتونو د فلسطینیانو لپاره د ۲،۸ میلیارد ډالره مرستې غوښتنه وکړه

غزه

ملګرو ملتونو د شاوخوا درې میلیونه فلسطینیانو د لاسنیوي لپاره د ۲،۸ میلیارد ډالرو بسپنې غوښتنه کړې ده.

د ملګرو ملتونو چارواکو پرون چهارشنبې په غزه او لویدیځه غاړه کې خبریالانو ته وویل چې د خدمتونو د رغولو او خوراکي او روغتیایي مرستو لپاره ډېرو پراخو عملیاتو ته اړتیا ده.

دوی همدارنګه خبرداری ورکړ چې د جګړې او د پوځي عملیاتو په جریان کې دوی نه شي کولای چې په غزه کې د خلکو لپاره لازم خدمات برابر کړي.

د ملګرو ملتونو په وینا، په غزه کې ډېر روغتونونه، د اوبو رسولو شبکې، کورونه، سړکونه او ښوونځي ویجاړشوي او په اوس وخت کې یو پوهنتون هم هلته فعال نه دی.