افغانستان کې د اختر ورځو پر مهال ۱۰۲ ترافیکي پېښې؛ ۵۰ کسان وژل شوي او ۱۸۵ نور ټپیان دي

ارشیف: په پروان کې د ترافیکي پېښې له کبله یو شمېر کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.

د طالبانو د حکومت د ترافيکو عمومي رياست وايي، د اختر په درېيو ورځو کې د ترافيکي پېښو په پايله کې ۵٠ تنه وژل شوي او ١٨۵ نور ټپيان دي.

د طالبانو د حکومت د ترافيکو عمومي رياست وايي، په تېر کمکي اختر کې په ټول افغانستان کې ١٠٢ ترافيکي پېښې شوې دي.

دغه رياست د دوشنبې په ورځ د اپرېل ۱۵مه په خپله ايکس‌پاڼه یا پخواني ټویټر لیکلي چې د دغو ترافيکي پېښو په پايله کې د ۸ ښځو او ۱۳ ماشومانو په ګډون ۵۰ تنه مړه شوي او ١٨۵ کسه نور چې ۳۴ ښځې او ۳۳ ماشومانو او ١١٨ سړي ټپيان شوي دي.

د دې ادارې د معلوماتو له مخې، د اختر په ورځو کې هرات له ۱۹ پېښو سره، غزني له ۱۱ پېښو سره او پکتیکا ۱۰ له لسو پېښو په درلودلو سره دغو ولايتونو کې تر ټولو زیاتې ترافیکي پېښې شوي.

ازادي راډیو وغوښتل د دې ترافيکي پېښو د اصلي لاملونو او د دې پېښو د مخنيوي او د طالبانو د حکومت د ترافيکو رياست د پلانونو په اړه د دغه رياست له مسوولانو سره خبرې وکړي، خو د دغه رياست د پلان او پاليسۍ مسوول عبدالودود خيرخواه له ځواب ويلو ډډه وکړه.

په ورته وخت کې يو شمېر هغه کسان چې خپلوان يې په ترافيکي پېښو کې مړه او ټپيان شوي وايي چې د دې پېښو اصلي لامل د سړکونو او واټونو خرابوالى او د موټر چلوونکو بې غوري ده.

د کابل اوسېدونکی ذبیح چې په یوه پېښه کې یې د تره کورنۍ له لاسه ورکړې، ازادي راډیو ته وویل: "کاکا مې له خپلې ټولې کورنۍ سره چې ۱۱ تنه وو شهیدان شول، لامل یې دا دی چې سړکونه خراب دي او له یوې خوا اورښت هم وي، سړکونه فاصلې هم نه لري، د موټر چلوونکو بې احتیاطي او د سړکونو هم سم نه دي."

د کابل ښار یو بل اوسېدونکی خالد چې څه موده وړاندې په کابل ښار کې ترافيکي کړې په په افغانستان کې د ترافيکي پېښو د لامل په اړه ازادي راډيو ته وویل: "دا چې ولې مې ټکر وکړ او موټر مې له څلورلاره ووت، يو لامل يې دا و چې ټرافيکي نښه نه وه، دويم دا چې سړک خراب و، درېيم دا چې سړک ډېر تنګ و او کله چې موټر زموږ مخې ته راغى، د هغې څراغونه لګېدلي و زما سترګې مې وې وړې همدا چې د موټر څراغونه زما له‌مخې لرې شول موټر د سړک د څنګ په جمپونو ولګېده او ما کنټرول له لاسه ورکړ او مستقيم پر څلور لارې ولګېده."

تر دې مخکې د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع د روان هجري لمریز کال په لومړیو کې ویلي وو چې په تېرو شپږو میاشتو کې په ټول افغانستان کې شاوخوا دوه زره ترافیکي پېښې ثبت شوي او د دغو پېښو په پایله کې ۹۴۹ کسان وژل شوي دي.

په همدې حال کې په دې وروستيو کې د افغانستان په بېلابېلو ولايتونو کې د ترافيکي پېښې ډېرې شوي.

د جګړې، چاودنو او طبيعي پېښو په ګډون ترافيکي پېښې هم هر کال له ډېرو افغانانو قرباني اخلي.