افغانستان کې بارانونه او سېلابونه؛ د مړو شمېر پنځوس او د ټپیانو ۳۶ ته رسېدلی

ارشیف

د طالبانو حکومت په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له کبله د زیانونو تازه شمېرې اعلان کړې دي.

د طبیعي پېښو پرضد د مبارزې په چارو کې د دولت وزارت وايي، دې بارانونو او سېلابونو ۵۰ کسان وژلي، ۳۶ نور یې ټپیان کړي او ۷۰۶ کورونه یې ویجاړ کړي.

مخکې له دې چارواکو د مړو شمېر ۳۳ او د ټپیانو شمېر ۲۷ تنه یاد کړی و.

د دې وزارت ویاند ملا جانان سایق کورنیو رسنیو ته ویلي دي چې ۷۰۰ ایکره کرنیزه ځمکه هم ویجاړه شوې او همداراز ۴۰۰ څاروي له منځه تللي دي.

ویاند زیاته کړه چې په دې پېښو کې په ټوله کې له ۱۶۰۰ زیات کورونه زیانمن شوي دي.

وروستیو سېلابونو د فراه، بادغیس، ارزګان، پکتیا، زابل، هلمند، کونړ، بدخشان، غور، کندهار، تخار، پروان او پلازمېنې کابل سیمې وځپلې.