سپینه ماڼۍ:غزې ته د بشري مرستو استول زیات شوي

غزه کې د بشري مرستو یوه څنډه - ارشیف

سپینه ماڼۍ وایي، تېرو څو ورځو کې غزې ته د بشري مرستو اندازه د پام وړ زیاته شوې ده.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت ویاند جان کربي نن دوشنبه ( د اپریل ۱۵مه) ویلي، متحده ایالتونه باید د دغو مرستو د دوام شاهد و اوسي.

رویټرز خبري اژانس له یوې امریکایي خبري شبکې ( MSNBC ) سره د جان کربي د مرکې په حواله ویلي، څه باندې دوه سوه لارۍ مرسته غزې ته رسیدلې او دې ډله کې یوازې سل لارۍ تېرو ۲۴ ساعتونو کې هلته تللي.

په غزه کې د حماس او اسراییلي پوځیانو څه باندې شپږ میاشتنۍ جګړې بشري ناورین رامنځته کړی دی.

حماس چې اروپایې ټولنه او امریکا یې د ترهګرو په توګه پیژني، ویلي چې دغې جګړه کې نژدې ۳۴ زره کسان وژل شوي، لسګونه زره ټپیان او ګڼ شمېر بې ځایه شوي دي.