د ایران په تهران او نورو ښارونو کې هوایي ډګرونو خپل فعالیت بېرته پيل کړ

د ایران یو هوایي ډګر

په تهران او د ایران په نورو ښارونو کې نن دوشنبه ( د اپریل ۱۵مه) د هوایي ډګرونو فعالیتونه له سره پیل شول.

لویدیځو اژانسونو د ایران د دولتي رسنیو په حواله دغه خبر ورکړی دی.

د ایران له هوایي ډګرونو څخه د الوتکو د الوتنې او ناستې فعالیتونه وروسته تر هغه وځنډول شول چې ایران د شنبې په شپه پر اسراییلو لومړنی مستقیم برید وکړ.

ایران د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو دغه برید په دمشق کې د اسراییلو له خوا د دوی پر کونسلګرۍ د برید په غچ کې کړی دی.

د اپریل په لومړۍ نېټه د ایران پر کونسلګرۍ د اسراییلو برید د سپاه پاسداران انقلاب ۷ لوړپوړي غړي ووژل او د کونسلګرۍ ودانۍ یې یو مخ ویجاړه کړه.

پر ایران د اسراییلو د غچ اخیستونکو بریدونو له وېرې یوشمېر هوایي کرښو ایران ته الوتنې ځنډولي او یوشمېر نورو د ایران فضا تحریم کړې ده.

په اردون، عراق او لبنان کې هم د ایران له بریده وروسته د الوتکو فعالیتونه ځنډول شوي وو، خو اوس له سره پيل شوي دي.