پر اسراییل د ایران له بریدونو وروسته ناندرۍ؛ ګوتریش ښکېلې خواوې زیات زغم ته وبلل

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیریش

پر اسراییلو د ایران له برید وروسته او په سیمه کې د جګړې د پراخېدو له وېرې سره همهاله، د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیریش له ښکېلو خواوو د " زیات زغم" غوښتنه کړې ده.

ګوتیریش دغه څرګندونې نن دوشنبه د ملګرو ملتونو هغې بېړنۍ غونډې ته وکړې چې پر اسراییلو د ایران د برید په اړه بحث ته ځانګړې شوې وه.

بل لورته متحدو ایالتونو د اسراییل د امنیت لپاره د " اوسپنیزې ژمنې" ټټر وهلی، خو ویلي یې دي چې په هیڅ ډول غچ اخیستونکي اقدام کې به ونډه وانخلي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي ویلي، منځنی ختیځ دا مهال د پاڼ په غاړه دی او ټینګار یې وکړ چې اوس د زغم او د تاوتریخوالي د کمولو وخت دی.

ایران د شنبې په شپه پر اسراییلو شاوخوا درې سوه توغندي او بې پيلوټه الوتکې وتوغولې چې د اسراییلو په وینا دغه برید یې ۹۹ په سلو کې شنډ کړی دی.

د ملګرو ملتونو په غونډه کې د اسراییلو سفیر ګیلاد اردان د ایران برید په کلکو ټکو وغانده، خو د ایران سفیر سعید ایرواني ادعا وکړه چې دا حمله " اړینه او متناسبه" وه او د ځان د دفاع لپاره یې ترسره کړه.