افغانستان کې سېلابونو تر ۶۰ پورې کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

د سېلابونو یوه څنډه

د طالبانو د حکومت له پېښو سره د مبارزې په چارو کې د دولت وزارت وايي چې د تېرو دوو ورځو د سېلونو له کبله ۳۳ تنه مړه شوي او ۲۷ نور ټپیان شوي دي.

د دغه وزارت ویندوی ملاجانان سایق پرون (یکشنبې) په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، په بېلابېلو ولایتونو کې د شپېتو تنو د مړینې او ټپي کېدو ترڅنګ سېلونو ۶۰۶ کورونه او سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه هم ویجاړه کړې ده.

سایق وايي چې سېلونو ۲۰۰ څاروي هم مړه کړي او شاوخوا ۸۵ کیلومتره سړکونه یې وران کړي دي.

سېلونو تر ټولو ډېر تاوانونه په ارزګان ولایت کې پېښ کړي دي.