سنټکام: پر اسراییل د ایران څه باندې ۸۰ بریدونه موږ شنډ کړل

د امریکا مرکزي قومانداني یا سنټکام

د امریکا مرکزي قومانداني یا سنټکام نن (دوشنبې) وویل چې امریکايي ځواکونو وړمه شپه د ایران تر ۸۰ ډېرې بې پېلوټه الوتکې او لږ تر لږه ۶ کروز توغندي چې له یمن او ایران څخه ویشتل شوي وو، په هوا کې له منځه یووړل.

سنټکام په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې یو بالستیک توغندی او ۷ بې پېلوټه الوتکې یې په یمن کې د حوثیانو تر کنټرول لاندې سیمو کې ویجاړ کړي دي.

راپورونه وايي چې پر اسراییل د ایران په بریدونو کې له څه باندې ۳۰۰ توغندو او بې پېلوټه الوتکو څخه کار اخیستل شوی وو چې کابو د ټولو مخه ونیول شوه.