ایران: پر اسراییل د برید په اړه مو خپل سیمه ییز متحدین وار د مخه خبر کړي وو

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان - ارشیف

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان وایي، پراسراییل له هوایي بریدونو وروسته په سیمه کې د تهران متحدینو ته له مخکې خبر ورکړل شوی و.

د ایران د ایسنا خبري آژانس د راپورله مخې ښاغلي عبداللهیان ویلي چې په سیمه کې یې خپلو ملګرو هېوادونو ته له عملیاتو ۷۲ ساعته مخکي خبر ورکړی و او ورته ویل شوي چې د مشروع دفاع په بڼه د ایران ځواب حتمي دی.

دانه ده څرګنده چې ایا د ایران متحدینو ته د دغو بریدونو د دقیق وخت په اړه خبر ورکړل شوی وی او کنه؟

په راپورکې دا هم نه دي ویل شوي چې په سیمه کې کومو هېوادونو ته خبر ورکړل شوی دی.

خو د ترکیې ډیپلوماتیکو سرچینو رویترز خبري آژانس ته ویلي چې ایران له مخکې د اسراییل پر ضد له پلان شویو عملیاتو خبر ورکړی و.