پر اسراییل د ایران له برید وروسته د ډالر پر وړاندې د تومان ارزښت نور هم را ولوېد

ایرني تومان

پر اسراییل له حملې وروسته د ایران د اسعارو په بازارونو کې نن د ډالر په وړاندې ایراني تومان نور هم ولوېد.

نن سهار هر ډالر په څه باندې ۷۰ زره تومانه تبادله شو.

دا په داسي حال کې ده چې پرون هر ډالر په ۶۰ زره او ۲۰۰ تومانه تبادله کېده.

له کله چې په سوریه کې د ایران پر کونسلګرۍ برید شوی، د ډالر په وړاندې د ایران د تومان ارزښت نژدې ۱۵ سلنه ټیټ شوی دی.