له پاکستان څخه خپل هېواد ته د څه باندې ۸ نیم زرو افغان کډوالو د ستنېدو خبر ورکړل شو

ارشیف

پاکستاني رسنۍ وايي، په داسې حال کې چې د افغان کډوالو د ایستلو د بل پړاو لپاره تیاري روانه ده، د روان اپریل له ۳ تر ۱۳ پورې په لسو ورځو کې ۸۵۸۱ تنه افغان کډوال خپل هیواد ته ستانه شوي دي.

د پاکستان سما ورځپاڼې نن راپور ورکړ چې د بې اسناده کډوالو د ستنولو په لومړي پړاو کې چې د تېر کال په اکتوبر کې پیل شو، نژدې ۵ لکه ۳۶ زره افغان کډوال خپل هېواد ته واستول شول.

پاکستاني چارواکو مخکې ویلي و چې له اختر وروسته به د کارت لرونکو کډوالو د ایستلو بهیر پیل کړي.

د بخښنې نړیوالې ادارې يا ایمنسټي انټرنیشنل د کډوالو د ايستلو د دوهم پړاو پر پیلېدو اندېښنه ښودلې او ویلي چې دا کار به ځینې افغان وګړي په ځانګړي ډول ښځې، نجونې، خبریالان او مدني فعالان له ګواښ سره مخامخ کړي.