ولسمشر بایډن له اسراییلي صدراعظم سره ټلیفوني خبرې کړې دي

ارشیف

په اسراییل د ایران له برید وروسته، د امریکا ولسمشر جوبایډن له اسراییلي صدراعظم سره ټیلفوني خبرې کړې دي.

ښاغلي بایډن په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي چې د ایران او د هغوی د نیابتي ډلو د ګواښونو په مقابل کې له اسراییل سره د دوی ژمنتیا قوي ده.

د ملګرو ملتونو په ګډون ډېر شمېر هېوادونو دا حمله غندلې او ژر تر ژره یې د کړکېچ د اواري غوښتنه کړې.

ایران وايي، دا بریدږنه یې په دمشق کې د اسراییل له لوري د ایران پر کونسلګرۍ د برید په ځواب کې کړي دي.