د اسراییل صدراعظم وایي چې د ایران پر وړاندې بریالی کیږي

د اسراییل صدراعظم بنیامین نتانیاهو

د اسراییل صدراعظم بنیامین نتانیاهو د ایران د تېرې شپې له حملو وروسته وویل چې دوی بریالي کېږي.

نتانیاهو په یوه پوسټ کې چې پر ایکسپاڼه یې خپور کړ، ولیکل چې د ایران د حملو مخه یې نیولې ده.

اسراییل او متحدانو یې تېره شپه د ایران له لوري د سلګونو توغول شویو توغندو او بې پېلوټه الوتکو مخه ونیولی شوه.

د ایران له لوري دې بې ساري سترو بریدونو، په منځني ختیځ کې د نښتو د زیاتېدو په اړه اندېښنې ډېرې کړې دي.

د دغو حملو په نتیجه کې د اسراییل په اسمان کې سلګونه چاودنې او وړانګې لیدل کېدې.

ایران تر دغو بریدونو مخکې په هرمز تنګي کې د یوه اسراییلي ملیاردر یوه بېړۍ ودروله.

اسراییلي چارواکو ویلي چې د ایران د تېرې شپې د حملو په نتیجه کې د دغه هېواد یوه پوځي مرکز ته معمولي زیان اوښتی او یوه اووه کلنه ماشومه سخته ټپي شوې ده.

اسراییلي ځواکونه وتوانېدل چې د ایران د څه باندې ۳۰۰ بې پېلوټه الوتکو او توغندو مخه مخکې تر دې ونیسي چې په اسراییل کې پر هدفونو ولګېږي.