پر اسراییل د ایران بریدونو ته غبرګون؛ چین: ټولې خواوې دې زغم وکړي

د چین د بهرنیو چارو وزارت یوه ویانده

د چین د بهرنیو چارو وزارت پر اسراییل د ایران د حملو په غبرګون کې وویل چې پېکېنګ د حالاتو خرابیدونکي بهیر ته د زیاتې پاملرنې په ترڅ له ټولو خواوو غواړي چې د کړکېچ د لازیاتېدا د مخنیوي لپاره له زغمه کار واخلي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویندوی وویل، د کړکېچ د زیاتېدا دا پړاو په غزه او سیمه کې د نښتو د پراختیا وروستۍ نښه ده او په دې شرایطو کې باید د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۲۷۲۸ پرېکړه لیک تطبیق او په غزه کې د جګړې ژر تر ژره پای ته رسیدا اصلي لومړیتوب وي.