د عراق صدراعظم د جوبایډن د لیدو لپاره واشنګټن ته په سفر تللی

د عراق صدراعظم محمد شیعه السوداني

د عراق صدراعظم محمد شیعه السوداني پرون (شنبې) د امریکا متحدو ایالتونو ته روان شو.

د عراق د صدراعظم د دفتر پر اساس، السوداني به په واشنګټن کې د امریکا له ولسمشر جو بایډن سره د سیمه ییزو کړکېچونو په اړه خبرې وکړي.

د سپینې ماڼۍ د یوې خبرپاڼې له مخې، ټاکل شوې ده چې ولسمشر جو بایډن سبا (دوشنبې) د عراق له صدراعظم سره وویني.

د عراق صدراعظم وروسته له دې امریکا ته لاړ چې ایران ګواښ وکړ چې له اسراییل څخه به د هغې حملې غچ واخلي چې په دمشق کې یې د ایران پر کونسلګري وکړه.