یو ایرانی پولیس افغان پولې ته نږدې وژل شوی

له ارشیفه د ایران د سرحدي ځواکونو تصویر

د ایران دولتي خبري اژانس، ایرنا پرون (شنبې) خبر ورکړ چې یو پولیس یې د افغانستان پولې ته نژدې د سیستان او بلوچستان ولایت په هیرمند ولسوالۍ کې وژل شوی دی.

دغه اژانس د ځايي چارواکو په قول ویلي چې دا پولیس د مخدرو موادو له قاچاقبرو سره په نښته کې وژل شوی دی.

د ایران سیستان او بلوچستان ولایت د افغانستان له فراه او نیمروز ولایتونو او د پاکستان له بلوچستان ایالت سره پوله لري.

په وروستیو ورځو کې دا ولایت د جېش العدل په نوم د وسله والې ډلې او د ایران د امنیتي ځواکونو د څو خونړیو نښتو میدان و.