رسنۍ: د افغانستان په اړه د تماس سیمه ییزې ډلې جوړېدل ځنډیدلي

ارشیف

پاکستاني رسنۍ وايي، د افغانستان په اړه د سیمه ییز تماس ډلې د جوړېدا وړاندیز په دې ګروپ کې د هند له ګډون سره د پاکستان د مخالفت له کبله له خنډ او ځنډ سره مخامخ شوی دی.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیریش د فبرورۍ په اتلسمه او نولسمه د دوحې له دوه ورځیني غونډې وروسته د داسې یوې ډلې د جوړېدو وړاندیز کړی و.

د دوحې د غونډې هدف د افغانستان لپاره د یوه ځانګړي استازي د ټاکلو او د تماس ډلې د جوړولو په اړه سلامشوره وه.

د ښاغلي ګوتیریش د وړاندیز پر اساس، ټاکل شوې وه چې دا ډله د افغانستان د نژدې ګاونډیانو او اغېز لرونکو هېوادونو له لوري جوړه شي.

د پاکستان ایکسپریس تریبیون ورځپاڼې ته پرون د دغه هیواد په حکومت کې ځینو سرچینو ویلي چې د تماس ډلې جوړېدا له دې کبله ځنډېدلې چې کوم هېوادونه باید په دې ډله کې شامل وي.

دا ځنډ په داسې حال کې دی چې په وروستیو کې د طالبانو د حکومت او اسلام اباد اړیکې نسبتاً ترینګلې شوي، خو د هند او طالبانو د حکومت اړیکې نسبتاً ښې شوې دي.