بدخشان کې ترافیکي پېښه؛ د یوې کورنۍ څلور غړي مړه شوي

ارشيف

د بدخشان په شهر بزرګ ولسوالي کې د یوې کورنۍ څلور غړي په یوه ترافیکي پېښه کې مړه شوي او اووه تنه ټپيان شوي دي.

د بدخشان لپاره د طالبانو د امنیه قومانداني ویاند احسان الله کامګار وایي، د سورلیو موټر د تېز سرعت له امله له لارې اوښتی چې له کبله یې موټروان، دوو مېرمنو او یوه ماشوم ژوند له لاسه ورکړی او د څلورو ماشومانو په ګډون اووه تنه ټپیان شوي دي.

د راپور له مخې په ټپيانو کې د درېیو روغتیایي وضعیت نازک دی.