د اسټرالیا پولیس: سیډني کې ۶ کسان په چاقو وژل شوي

په سیډنې کې د رامنځته شوې پېښې سیمه

پولیس وایي، نن د اسټرالیا په سیډني ښار کې ۶ تنه په چاقو وهل شوي او وژل شوې دي.

د اسوشېټېډپرېس اژانس د راپور له مخې یوه سړي د وېسټ فیلډ په شاپنګ سنټر کې په چاقو حمله وکړه چې شپږ تنه یې ووژل او د یوه ماشوم په ګډون یې یو شمېر ټپیان کړل.

د پولیسو د کمېشنر مرستیال انټوني کوک خبریالانو ته وویل چې پولیسو برید کوونکی په ډزو وواژه.

د پولیسو د دې افسر په وینا، تر اوسه دوی نه پوهېږي چې دا برید کوونکی څوک دی او د برید علت څه دی.

تر دې دمه کومې ډلې د دې برید مسوولیت نه دی منلی.