د امریکا د ولسمشر اټکل: ایران به ژر پر اسراییل برید وکړي

د امریکا ولسمشر جوبایډن

د امریکا ولسمشر جوبایډن وایي، داسې اټکل کوي چې ایران به ژر پر اسراییل برید وکړي، خو ده تهران ته خبرداری ورکړ چې دا کار ونه کړي.

خبریالانو پرون له ولسمشر بایډن څخه د ده د دې پیغام په اړه چې ایران ته یې ورکوي چې حمله دې نه کوي، پوښتنه وکړه، ده په ځواب کې وویل چې حمله دې نه کوي.

د امریکا ولسمشر د واشنګټن دا ژمنه هم یوځل بیا تکرار کړه چې د اسراییل دفاع به کوي او ایران به بریالی نه شي.

اسراییل پرون د ایران یا د ایران د ملاتړیو وسله‌والو له لورې پر اسراییل د احتمالي برید لپاره چمتووالی نیولی و.

وروسته تر دې چې د اپرېل په لومړۍ نېټه په دمشق کې د ایران پر کونسلګرۍ برید وشو او دوه جنرال یې په‌کې ووژل شول، ایران بیا بیا ویلي چې خپل غچ به واخلي.