رسنۍ: طالبانو په نیمروز کې د داعش ډلې دوه تاجکستاني غړي نیولي

د داعش بیرغ

ایراني رسنیو د افغانستان په لوېدیځ کې د داعش خراسان څانګې د دوو تاجکستاني غړیو د نیولو خبر ورکړی دی.

د ایران مهر اژانس پرون د افغان طالبانو د چارواکو په وینا وویل چې دا دوه تنه د دوی د امنیتي ځواکونو له لوري په نیمروز کې نیول شوي دي.

په راپور کې راغلي چې دې کسانو غوښتل له نیمرزو څخه کوټې ته ولاړ شي او هلته تروریستي روزنه ترلاسه کړي.

په وروستیو کې په افغانستان کې د داعش خراسان څانګې د هلو ځلو راپورونه زیات شوي، په ځانګړي ډول وروسته تر دې چې دې ډلې په مسکو کې د مارچ په ۲۲مه د ترورستي برید مسوولیت ومانه او تر هغه مخکې یې په جنوري کې په ایران کې د قدس ځواکونو د قوماندان قاسم سلیماني د تلین په مراسمو کې ځان وژونکي بریدونه وکړل.