امریکايي ځواکونو د ترهګرو په نوملړ کې شامل د حزب‌اسلامي یو غړی نیولی

ارشیف: یو امریکايي سرتېری

امریکایي رسنۍ د یوه داسې افغان د نیولو خبر ورکوي چې نوم یې د ترهګرو په نوملړ کې شامل و.

فاکس تلوېزیون پرون راپور ورکړ چې دا کس محمد کاروان نومېږي او د حزب اسلامي غړی دی، دې ګوند د هغو حملو مسوولیت منلی و چې په‌کې نهه امریکایي سرتېرې وژل شوي وو.

دا بریدونه د ۲۰۱۳م او ۲۰۱۵م کلونو ترمنځ په افغانستان کې شوي وو چې په‌کې یو شمېر ملکي افغانان هم وژل شوي وو.

د فاکس تلوېزیون د راپور له مخې محمد کاروان تر دې مخکې هم دوه ځله د امریکا او مکسیکو پر پوله نیول شوی و.

د امریکا د کورني امنیت چارواکي وایي چې محمد کاروان پخوا د ترهګرو په نوملړ کې نه و، خو سږکال د فبروري په میاشت کې د ده نوم په دې لېست کې داخل شو.