د سنټکام عمومي قوماندان د امنیتي ګواښونو په اړه د خبرو لپاره اسراییل ته تللی

د امریکا د مرکزي قوماندانۍ یا سنټکام عمومي قوماندان جنرال اریک کوریلا

پنټاګون پرون پنجشنبې وویل چې په منځني ختیځ کې د امریکا د مرکزي قوماندانۍ یا سنټکام عمومي قوماندان د امنیتي ګواښونو په اړه د خبرو لپاره اسراییل ته تللی دی.

جنرال اریک کوریلا په داسې حال کې اسراییل ته تللی چې په دمشق کې د ایران پر کونسلګرۍ د اسراییل د حملې په ځواب کې د ایران د غچ اخیستنې په اړه اندېښنې زیاتې شوي دي.

په دمشق کې د ایران پر کونسلګرۍ د اسراییل په برید کې د ایران د سپاه پاسداران ۷ مهم کسان ووژل شول.

د پنټاګون ویندوی پټ رایدر خبریالانو ته وویل چې جنرال کوریلا په اسراییل کې د دغه هېواد د پوځ له مشرانو سره په سیمه کې د اوسنیو امنیتي ګواښونو په اړه خبرې کوي.

ده دا هم وویل چې دا سفر وړاندې پلان شوی و، خو د سیمې د وروستیو تحولاتو له کبله یې وخت رامخکې شو.