بلېنکن: ترکیه، چین او عربستان باید له ایرانه د کړکېچ کمېدو غوښتنه وکړي

د امریکا د باندنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن

د ایران او اسراییل ترمنځ د شخړې د خطر له زیاتېدو وروسته د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وویل، د باندنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن د ترکیې، چین او سعودي عربستان له بهرنیو چارو وزیرانو سره خبرې کړي چې له ایرانه وغواړي کړکېچ زیات نه کړي.

متیو مېلر پرون پنجشنبې د امریکا په بهرنیو چارو وزارت کې یوې خبري غونډې ته وویل، واشنګټن په منځني ختیځ کې د کړکېچ د زیاتېدو د خطر له درکه اندېښنه لري.

ده همداراز د ایران د هر راز ګواښ په وړاندې د اسراییل له امنیت څخه د امریکا د کلک ملاتړ په باب د ولسمشر جو بایډن د څرګندونو یادونه وکړه.

مېلر زیاته کړه چې انټوني بلېنکن په تېرو ۲۴ ساعتونو کې پر ډیپلوماتیکو اقداماتو بوخت و او د ترکیې له بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان، د چین باندنیو چارو وزیر وانګ يي او د سعودي عربستان د باندنیو چارو وزیر فیصل بن فرهان سره یې خبرې وکړې څو دا څرګنده کړي چې کړکېچ د هیچا په ګټه نه دی او دا هېوادونه باید له ایرانه وغواړي چې ترینګلتیا کمه کړي.