په قزاقستان کې سېلابونو ډېر زیانونه اړولي

په قزاقستان کې د سېلابونو له کبله د اوښتو زیانونو یو انځور

له روسیې وروسته په قزاقستان کې هم سېلابونو ډېر تاوانونه اړولي او یولک تنه یې د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ ایستلي دي.

رویټرز خبري اژانس نن جمعه وویل چې په قزاقستان کې له زورو سېلابونو وروسته د دغه هېواد د بېړنیو چارو وزارت په ۸ ولایتونو کې بېړنی حالت اعلان کړی او نژدې ۱۰۰ زره کسان له خپلو کورونو وتلو ته اړ شوي دي.

ځینو سرچینو د روسیې او قزاقستان وروستي سېلابونه په وروستۍ یوه پېړۍ کې تر ټولو ناوړه سېلابونه بللي دي.

د قزاقستان ولسمشر قاسم جومارت توقایف دا سېلابونه طبیعي ناورین بللی او ویلي یې دي چې په تېرو اتیا کلونو کې یې ساری نه دی لیدل شوی.