د جرمني لوفت‌هانزا شرکت تهران ته د خپلو پروازونو ځنډ وغځاوه

د جرمني لوفت‌هانزا شرکت الوتکې

د جرمني "لوفت‌هانزا" شرکت د پنجشنبې په ورځ د اپرېل ۱۱مه تهران ته د خپلو پروازونو ځنډ وغځاوه.

دغه شرکت منځني ختیځ ته هم د خپلو الوتنو په اړه د تیارسي او لا زیات احتیاط تدابیر نیولي دي.

دا اقدام په سوریه کې د ایران پر سفارت د اسراییلو د مشکوک هوايي برید په اړه د ایران د احتمالي غبرګون له امله شوی دی.

د اپرېل په لومړۍ نیټه د سوریې په پلازمېنه دمشق کې د ایران پر قونسلګرۍ په یوه هوایي برید کې د ایران د سپاه پاسداران د اوو سرتیرو له وژل کېدو وروسته، تهران اسراییل پړ بللی او د غچ اخیستنې خبرداری یې ورکړی دی.