په بدخشان کې څه باندې ۲۰۰ جریبه شاړه ځمکه په شنو کروندو بدله شوې

د افغانستان په عمومي نقشه کې د بدخشان ولایت موقعیت

د خوړو نړیوال پروګرام یا ‌"ډبلیو‌ایف‌پي" وایي، په بدخشان ولایت کې یې د کلیوالي ټولنو په مرسته څه باندې دوه سوه جریبه شاړه ځمکه په شنو کروندو بدله کړې ده.

د دې پروګرام د افغانستان څانګې پرون پنجشنبې په خپله ایکسإپاڼه یا پخواني ټویټر کې کښلي چې دا له دې له سره مرسته کوي چې کورنۍ خوړو ته وده او خپلو ماشومانو ته خواړه برابر کړي.

د خوړو د نړیوال پروګرام په وینا، دا هغه څه دي چې دوی یې کولای شي که د اړتیا وړ بسپنه ترلاسه کړي.

په افغانستان کې د خوړو د نړیوال پروګرام د ارتباطاتو مرستیال ضیا الدین صافي څه کم دوه اوونۍ مځکې ازادي راډیو ته ویلي وو چې د خوړو نړیوال پروګرام په افغانستان کې د راروانو شپږو میاشتو په مخه د خپلو ټولو پروګرامونو لپاره ۷۶۰ میلیونه امریکايي ډالرو ته اړتیا لري.

د هغه په خبره په اوس وخت کې د افغانستان نږدې ۱۶ میلیونه وګړي چې د دې هېواد د نفوس شاوخوا یو پر درېیمه برخه کېږي، نه پوهېږي چې د بل وخت خواړه به له کومه کوي.