د افغانستان ځینو سیمو کې د واورو، ورښتونو، بادونو او سېلابونو د راوتو اټکل شوی

ارشیف: په پروان کې د باران ورېدو یو انځور

د طالبانو د حکومت د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست د خبرتیا له مخې نن د وري یا حمل ۲۴مه هم د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د واورې، شدیدو ورښتونو، چټکو بادونو او د سېلابونو د راوتلو اټکل کېږي.

دغه ریاست په خپله ویبپاڼه کې بدخشان، تخار، بغلان، کونړ، بلخ، پروان، پنجشېر، کاپیسا، کابل، لوګر، نورستان، پکتیا، ننګرهار، لغمان، زابل، کندهار، خوست، ارزګان، دایکندي، غور، هرات، فراه، نیمروز، بادغیس، سرپل، بامیان، میدان وردک، غزنی، فاریاب او جوزجان له خطر سره مخ ولایتونه یاد کړي دي.

په افغانستان کې د څو کلونو وچکالۍ وروسته، وروستیو ورښتتونو بزګر له خپلو کروندو د راتلونکي کال ښه حاصل ته هیله‌من کړي دي.