د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې بیا د ورښتونو او سېلابونو وړاندوېنه شوې

ارشیف

د طالبانو د حکومت د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هواپېژندنې ادارې نن او سبا( د اپرایل ۱۱ او ۱۲ مه) د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د درنې واورې، تېزو بارانونو او بادونو او د سېلابونو د راوتو اټکل کړی دی.

دې ادارې نن پر خپلې وېب پاڼې په بدخشان، تخار، بغلان، کونړ، بلخ، پروان، پنجشېر، کاپیسا، کابل، لوګر، نورستان، پکتیا، ننګرهار، لغمان، زابل، کندهار، خوست، اروزګان، دایکندي، غور، هرات، فراه، نیمروز، بادغس، سرپل، بامیان، میدان وردګ، غزني، فاریاب او جوزجان ولایتونو کې د شدیدو ورښتونو او سېلابونو د راوتو وړاندوېنه کړې ده.

د دغو ولایتونو اوسیدونکو ته ویل شوي چې د سېلونو خطر ته پام ولري.

وروستیو ورښتونو په افغانستان هغوو کروندګرو ته چې وچکالۍ ځپلي وو، هیله پیدا کړې چې په روان کال کې به يې حاصلات ښه وي.